پوتین د روانې اونۍ په منځ کې چین ته سفر کوي

کرملین ماڼۍ اعلان کړی، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د چین ولسمشر شي جین‌پینګ په رسمي بلنه د روانې مې میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه چین ته سفر وکړي.

د کرملین د معلوماتو له مخې، دغه سفر د روسیې او چین ترمنځ د ښه ګاونډیتوب، دوستۍ او همکارۍ تړون د ۲۵مې کلیزې په مناسبت ترسره کېږي او تمه ده دواړه مشران د دوه‌اړخیزو اړیکو د پراختیا، اقتصادي همکاریو او مهمو سیمه‌ییزو او نړۍوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

سرچینې ویلي، مسکو او بیجینګ په وروستیو کلونو کې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې او هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې همغږي لا پیاوړې کړي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه له بیجینګ څخه واشنګټن ته ستون شوی او د نړۍ پام د سترو قدرتونو پر اړیکو او سیاسي بدلونونو ور اوښتی دی.

دکمه بازگشت به بالا