پوتین: له ایران سره د سولې او ثبات لپاره همکارۍ ته چمتو یو

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په لیدنه کې د ایران د خپلواکۍ او حاکمیت د دفاع لپاره د ایراني ولس هڅې ستایلې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په وینا، پوتین عراقچي ته د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې روسیه به د سیمې د ثبات او سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

پوتین ټینګار کړی چې هېواد یې چمتو دی هر هغه اقدام وکړي چې د سیمې د خلکو په ګټه وي او د سولې بهیر چټک کړي.

هغه همداراز له ایراني پلاوي غوښتي چې د ایران مذهبي مشر ته یې د نېکو هیلو پیغام ورسوي.

دا لیدنه داسې مهال شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل سیمه‌ییز سفر په لړ کې مسکو ته تللی او د یو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه خبرې روانې دي.

دکمه بازگشت به بالا