پوتین ټرمپ ته: د ایران پر ضد جګړه به ناوړه پایلې ولري

د راپورونو له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې که د امریکا له لوري له ایران سره جګړه بیا پیل شي، دا اقدام به «ناوړه پایلې» ولري.
نیوزویک ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو پرون (چهارشنبه) ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، پوتین ټرمپ ته ویلي چې د اوربند په صورت کې د ایران پر وړاندې د جګړې بیا پیل «خطرناک او د منلو وړ نه» اقدام دی، په ځانګړي ډول که د ایران په خاوره کې ځمکني عملیات ترسره شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د جګړې بیا پیل نه یوازې ایران ته، بلکې په پراخه توګه نړیوالې ټولنې ته هم جدي خطرونه پېښولی شي.

