پولیسو ته نوي موټرسایکلونه او وسایط وسپارل شول

د کورنیو چارو وزارت وایي، د امنیتي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا په موخه یې په کابل کې امني، ټرافیکو او اطفایې پولیسو ته زرګونه نوي موټرسایکلونه او یو شمېر چټک وسایط وېشلي دي.
د وزارت په وینا، په دې لړۍ کې ۲۰۰۰ عرادې موټرسایکلونه امني پولیسو، ۱۰۰ عرادې د کابل امنیه قوماندانۍ، ۵۰ عرادې اطفایې او ۱۵۰ عرادې ټرافیکو پولیسو ته سپارل شوي دي.
مسوولین وایي، د دې اقدام موخه د امنیتي ارګانونو د فعالیتونو چټکتیا او د ښاري خدمتونو ښهوالی دی.
کورنیو چارو وزارت همداراز ویلي، له دې وروسته به د پولیسو د هرې برخې وسایط ځانګړی رنګ ولري، څو اړوند ارګانونه په اسانه وپېژندل شي.

