پکتیا کې د درې کاله پخوانۍ وژنې تورن کس ونیول شو

د پکتیا امنیه قوماندانۍ وایي، یو کس چې درې کاله مخکې یې پروان کې د خپل تره د کورنۍ دوه غړي وژلي او څو نور یې ټپیان کړي وو، نیول شوی دی.

د یادې قوماندانۍ په وینا، دغه کس د پکتیا زرمت ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

د معلوماتو له مخې، یاده پېښه درې کاله وړاندې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وه.

چارواکي زیاتوي، نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

دکمه بازگشت به بالا