پکتیکا کې د غاټولي ګل قاچاق مخه ونیول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د مټاخان ولسوالۍ کې د غاټولي ګل د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا بوټي د ځانګړو عملیاتو پر مهال کشف شوي او ټولټال ۷۷ کیلوګرامه غاټولي ترلاسه شوي دي.
مسوولین ټینګار کوي چې د طبیعي سرچینو د ناقانونه راټولولو او قاچاق پر وړاندې به جدي قانوني اقدامات دوام ومومي.
دوی خبرداری ورکړی چې د طبیعي بوټو د قاچاق مخنیوي لپاره به هڅې نورې هم ګړندۍ شي، ځکه دا بوټي په نړیوال بازار کې ځانګړی ارزښت لري.

