چین ته ټرمپ سفر نېټه اعلان شوه؛ د نړۍ ستر سیاست نوې ننداره

د شینهوا خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د شي جین پینګ په بلنه د مې له ۱۳مې تر ۱۵مې پورې چین ته رسمي سفر وکړي.

سپینې ماڼۍ مخکې ویلي وو چې دا سفر به د چهارشنبې په ورځ پیل او د جمعې تر ورځې به دوام ولري.

د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي وسلو، تایوان، ایران، مصنوعي ځیرکتیا او نورو مهمو نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې وشي.

چارواکي وایي، د نړۍ دوو سترو اقتصادونو مشران شاوخوا شپږ میاشتې وروسته په لومړي ځل مخامخ سره ګوري. تمه ده چې د سفر پر مهال به د سوداګرۍ او پانګونې د اسانتیا لپاره نوي میکانیزمونه جوړ شي.

راپورونه زیاتوي چې چین ښايي د بوینګ الوتکو، کرنیزو محصولاتو او د انرژۍ د نوو پېرودونو اعلان هم وکړي، او دواړه لوري د ګډو سوداګریزو او پانګیزو کمېټو د جوړېدو احتمال هم څېړي.

دا سفر داسې مهال کېږي چې د امریکا او چین پلاوي په جنوبي کوریا کې د اقتصادي او سوداګریزو خبرو نوی پړاو پیلوي. چینایي چارواکي وایي، د مرستیال صدراعظم په مشرۍ به پلاوی د امریکا له لوري سره د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو خبرې وکړي.

دکمه بازگشت به بالا