چین کې زلزلې دوه کسان مړه او ګڼ زیانونه اړولي

د چین د ګوانګ‌شي ژوانګ خودمختاره سیمې اړوند لیوژو ښار د دوشنبې په سهار د ۵.۲ درجې زلزلې ولړزاوه، چې له امله یې دوه کسان مړه او څو نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، زلزلې ۱۳ ودانۍ ویجاړې کړې او له ۷ زرو ډېر اوسېدونکي د خوندي سیمو پر لور لېږدول شوي دي.

چارواکو ویلي، یو کس لا هم ورک دی او د ژغورنې ډلې د کنډوالو ترمنځ د لټون عملیات روان ساتلي دي. همداراز څلور ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې خلک له ودانیو او ویجاړو شویو کورونو په بېړه وځي، په داسې حال کې چې ژغورونکي د درنو ماشینونو او لټون سپو په وسیله د ژوندي کسانو د موندلو هڅه کوي.

چارواکي وایي، د اوبو، برېښنا او مخابراتو خدمتونه عادي دي، خو د زیانونو ارزونه لا هم دوام لري.

دکمه بازگشت به بالا