کابل کې د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې لوړې شوې

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، تېر ۱۴۰۴ کال په کابل ښار کې د خوراکي توکو بیې د وړم کال په پرتله ۳.۶ سلنه لوړې شوې دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې موده کې د غوښې بیې ۶.۴ سلنه، د غوړیو ۸.۶ سلنه او د مېوو ۸.۵ سلنه زیاتوالی موندلی دی.
اداره زیاتوي چې په همدې موده کې د غیرخوراکي توکو بیې هم ۸.۱ سلنه لوړې شوې، چې ۳.۶ سلنه د جامو او البسې شاخص، ۱۹.۹ سلنه د استوګنې او ۹.۶ سلنه د درملنې او روغتیايي خدماتو په بیو کې زیاتوالی ښيي.
همداراز په راپور کې ویل شوي چې د افغانۍ ارزښت پر امریکايي ډالر د ۱۴۰۴ کال په جریان کې ۶۷.۸ افغانۍ ثبت شوی، په داسې حال کې چې په ۱۴۰۳ کال کې ۷۱.۱ افغانۍ و، چې له مخې یې د افغانۍ ارزښت کې ۴.۶ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د مسوولینو په وینا، د لګښتي توکو د بیو عمومي شاخص هم په ۱۴۰۴ کال کې ۶.۴ سلنه لوړ شوی، او دا زیاتوالی تر ډېره د خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو د لوړوالي له امله رامنځته شوی دی.

