کابل کې د پنځم نسل انټرنېټي خدمات پیل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اعلان کړی چې په پلازمېنه کابل کې د ازمایښتي پړاو په توګه د ۷۴ مخابراتي انتنونو ظرفیت 5G ته لوړ شوی دی، او ټاکل شوې له زیربناوو تر بشپړېدو او ازمایښتي مرحلې وروسته دا بهیر د هېواد نورو سیمو ته هم وغځول شي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر حمدالله نعماني د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له رئیس عليالله سروري سره په لیدنه کې د مخابراتي پوښښ پراختیا، لرو پرتو سیمو ته د اسانتیاوو رسولو او د خدمتونو کیفیت پر لوړولو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، عليالله سروري ویلي چې شرکت یې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د خپلې انکشافي بودیجې له لارې ۴۶ مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلي، او همداراز ۱۸۶ نور سایټونه تر کار لاندې دي.
د افغان بېسیم مسوولینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له رهبرۍ مننه کړې او ټینګار یې کړی چې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او د خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو په برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

