کابل کې د پټاقیو د پلور د مخنیوي لپاره بازارونه وڅارل شول

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د اسلامي امارت د رهبر د حکم له مخې کابل ښار کې د شپږمې او اوومې ناحیو بازارونه د پټاقیو د پلور د مخنیوي په موخه وڅارل شول.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د څارنې پر مهال هټۍوالو ته سپارښتنه وشوه تر څو شته پټاقۍ ونه پلوري او بېرته یې اړوندو سوداګرو ته وسپاري.
د مسوولینو په وینا، دا اقدام د خلکو د پرلهپسې شکایتونو پر بنسټ د پټاقیو د وارداتو، تولید او کارونې د مخنیوي لپاره ترسره شوی، څو د عامه نظم او خوندیتوب ساتنه یقیني شي.

