کابل کې ۴۱۸ بېاسناده موټرو د ننوتلو مخه نیول شوې

د عامه امن پولیسو عمومي ریاست خبر ورکړی چې کابل ښار ته د ۴۱۸ هغو موټرو د ننوتلو مخه نیول شوې چې قانوني اسناد یې نه لرل.
یاد ریاست ویلي، دغه موټر د لومړي او دوهم کنډک ځواکونو له لوري د ارغندي او سنګنوشته په دروازو کې درول شوي او بېرته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، پولیسو دننه په کابل ښار کې هم ۱۱۱ بېاسناده موټر درولي او د پولیسو ښارګوټي ته یې انتقال کړي دي.
د عامه امن پولیسو رییس عبدالرحیم ظهیر ویلي، ځواکونه یې په جدي توګه هڅه کوي چې د بېاسناده وسایطو تګراتګ مخه ونیسي او د ښار د اوسېدونکو امنیت خوندي کړي، او په دې برخه کې هېڅ ډول بېپروايي د منلو وړ نه ده.
چارواکي زیاتوي، دا اقدامات د کابل ښار د امنیت د پیاوړتیا او د احتمالي جرمونو د مخنیوي په موخه ترسره کېږي، او له ښاریانو یې غوښتي چې د موټرو د کارولو پر مهال قانوني اسناد له ځان سره ولري.

