کاپیسا کې د ماین چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی

د کاپیسا امنیتي مسوولینو اعلان کړی چې د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله یو ماشوم ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کاپیسا د پولیسو د قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز ویلي، دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، د وري ۲۵مه) د تګاب ولسوالۍ په بدراب سیمه کې د یوه ناچاوده ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، ماشوم د جګړې له پاتې شوي ماین سره د لوبې پر مهال د چاودنې ښکار شوی او په ځای وژل شوی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې ناچاوده ماینونه او جګړهييز پاتې شوني لا هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول ماشومانو، لپاره جدي ګواښ جوړوي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې په هېواد کې د جګړې پاتې ماینونو د چاودنو له امله سلګونه پېښې ثبت شوې، چې لسګونه کسان پکې وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

