کرزي راشد خان ته د کرېکټ نړیوالې ټولنې د غړیتوب مبارکي ویلې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان ته د کرېکټ د نړۍوالې ټولنې د مشورتي بورډ د غړي په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ویلې ده.
کرزي په خپل پیغام کې ویلي، د افغانستان د کرېکټ ستوري راشد خان ته د کرېکټ د نړۍوالې ټولنې (WCA) په مشورتي بورډ کې د غړیتوب مبارکي وایي او د لا زیاتو بریاوو هیله ورته لري.
راشد خان تازه د کرېکټ د لوبغاړو د نړۍوالې ټولنې د مشورتي بورډ غړی ټاکل شوی دی.

