کرزی: افغانان نور جګړه نه غواړي، سوله او ثبات غواړي

پخواني ولسمشر حامد کرزي له شپېګل مجلې سره په مرکه کې ویلي، افغانان له څلورو لسیزو جګړو وروسته نور د نوې شخړې او وسلوال مقاومت لېوالتیا نه لري او سوله، ثبات او د ولس پر اراده ولاړ نظام غواړي.

کرزي ټینګار کړی، خلک له اقتصادي ستونزو کړېږي، خو نه غواړي هېواد یو ځل بیا بې‌ثباتۍ ته ولاړ شي.

نوموړي د اسلامي امارت دننه د نظر اختلاف ته په اشارې سره ویلي، دا موضوع شته خو د نظام د ړنګېدو هیله باید ونه‌شي.

هغه زیاته کړې، افغانستان د پرمختګ لپاره اقتصادي ودې، سیاسي مشارکت او د ټولو لوریو همکارۍ ته اړتیا لري.

پخواني ولسمشر د ښځو پر زده‌کړو او کار بندیزونه زیانمن بللي او ویلي یې دي، دا محدودیتونه د هېواد راتلونکی کمزوری کوي.

هغه همداراز پاکستان تورن کړی چې له کلونو راهیسې یې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کړې او اوس د خپلو تګلارو له پایلو سره مخ دی.

دکمه بازگشت به بالا