کندز کې دوه عملیات‌خونې فعالې شوې

د عامې روغتیا وزارت وایي چې کندز سیمه‌ییز روغتون کې د نسایي او ولادي څانګې لپاره دوه مجهزې عملیات‌خونې جوړې شوې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

د وزارت په وینا، یادې عملیات‌خونې له معیاري ودانۍ او پرمختللو طبي تجهیزاتو سره سمبال دي، چې موخه یې د نسایي او ولادي خدمتونو کیفیت لوړول او د میندو او ماشومانو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو پراخول دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا پروژه د بې‌پولې ډاکټرانو (MSF) په مالي ملاتړ او تخنیکي همکارۍ پلي شوې ده.

بلخوا د کندز د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمدالله حکمت د یاد بنسټ له دوامدارو همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي چې د دې عملیات‌خونو جوړېدل د روغتیايي خدمتونو په ښه‌والي کې مهم ګام دی.

ورسره هممهاله د بې‌پولې ډاکټرانو پلاوي د یاد روغتون د ارتوپیدي څانګې هم کتنه کړې او د دې برخې لپاره یې د لا زیاتو طبي وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو ژمنه کړې ده، چې تمه ده د روغتیايي خدمتونو په پراختیا کې مثبت بدلون رامنځته کړي.

دکمه بازگشت به بالا