کندهار کې نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه قاچاقي ام نیول شوي

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، له پاکستانه راقاچاق شوي ۵۸۱ کیلوګرامه ام یې کشف او نیولي دي.

د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، دغه ام یې د کندهار ښار د اوومې ناحیې اړوند په باغ‌پل سیمه کې د امنیتي ځواکونو په همکارۍ په یوه ټونس‌ډوله موټر کې نیول شوي دي.

مسوولینو ویلي، دغه اقدام د غیرقانوني قاچاق د مخنیوي په لړ کې ترسره شوی او نیول شوي توکي به له اصولي پروسې سره سم اړوندو ادارو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم په تورخم کې له پاکستانه افغانستان ته د ځینو توکو د قاچاق هڅې د امنیتي ځواکونو له لوري شنډې شوې وې.

دکمه بازگشت به بالا
×
ما را دنبال کنید