کندهار کې یو بهرني وګړي اسلام قبول کړ

یو ۳۹ کلن بهرنی وګړی، سنجي بنجیامین، چې وړاندې د عیسویت پیرو و، د کندهار خرقې مطهرې ریاست کې د کلمې په ویلو سره اسلام قبول کړ.

د یاد ریاست مسوولینو ویلي، نوموړي ته د اسلام منلو وروسته «احمد» نوم ټاکل شوی او ورسره د اسلامي اصولو په اړه لومړنۍ لارښوونې هم شوې دي.

چارواکي زیاتوي، د نوي مسلمان لپاره د دیني زده‌کړو او لارښود په برخه کې به لازمې اسانتیاوې برابرې شي، څو وکولای شي د اسلامي ارزښتونو په اړه لا زیات معلومات تر لاسه کړي.

دکمه بازگشت به بالا