کندهار کې یو کس له ۴۲ کلونو وروسته له کورنۍ سره یوځای شو

په کندهار کې یو کس، چې د پخواني شوروي یرغل پر مهال له خپل کور څخه وتلی و، له ۴۲ کلونو وروسته بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلي، یاد کس هغه مهال شاوخوا دېرش کلن و او د شوروي یرغل پر وخت له یوه ملګري سره د کارموندنې په موخه پاکستان ته تللی و.
د هغه ملګری څو میاشتې وروسته بېرته خپل کلي ته راستون شوی، خو نوموړی د کار او اوږدې مودې پاتې کېدو له امله هلته پاتې شوی او له خپلې کورنۍ سره یې اړیکې پرې شوې وې.
د امنیه قوماندانۍ په وینا، یاد کس د تروریزم پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري په سپین بولدک ولسوالۍ کې نیول شوی و. له لومړنیو څېړنو او پوښتنو وروسته د هغه د کورنۍ په اړه معلومات ترلاسه شول او د کورنۍ غړي یې وپېژندل شول.
مسوولینو ویلي، یاد کس د لازمو تضمینونو له اخیستو وروسته د کورنۍ غړو ته سپارل شوی دی.

