کندهار کې ۱۸ نوي ۳جي انتنونه فعال شوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي ویلي، په کندهار کې د سلام مخابراتي شرکت له لوري ۱۸ نوي ۳جي انتنونه فعال شوي دي.
د هغه په وینا، دغه انتنونه د ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې په هغو لرې پرتو سیمو کې لګول شوي چې تر دې مخکې یې له مخابراتي خدماتو بېبرخې وې.
نوموړي زیاته کړې چې دا انتنونه د ټيډياېف پروژې له لارې د اترا ادارې په مالي ملاتړ فعال شوي دي.

