کورنیو چارو وزارت: شخصي ساتونکي دې نظامي یونیفورم نه کاروي

کورنیو چارو وزارت وایي چې د پانګوالو، سوداګرو او نورو اشخاصو شخصي ساتونکي باید له هر ډول نظامي یونیفورم او دولتي نظامي تجهیزاتو له کارولو ډډه وکړي.

په خپره شوې خبرتیا کې راغلي چې شخصي ساتونکي دې خپلې دندې په عادي او مناسبو ملکي جامو کې ترسره کړي، څو د امنیتي ارګانونو او شخصي ساتونکو ترمنځ توپیر روښانه پاتې شي.

وزارت زیاتوي، دا پرېکړه د عامه امنیت د ښه تامین او د ښارونو د نظم د ټینګښت په موخه شوې ده، او خبرداری ورکوي چې له دې لارښوونې د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

دکمه بازگشت به بالا