کولمبیا کې چاودنې ۱۴ کسان وژلي او لسګونه ټپیان کړي

کولمبیا کې چارواکي وایي، د دغه هېواد په سویل لوېدیځ کې د «پانامریکا» پر لویه لاره د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او له ۳۸ ډېر نور ټپیان دي.
سیمهییزو مسوولینو ویلي، پېښه د کاچیبیو ښار د «ایل تونل» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کایوکا والي دا برید «بېتوپیره» بللی او ټینګار یې کړی چې ملکي وګړي په نښه شوي، له حکومت یې غوښتي د تاوتریخوالي د زیاتېدو پر وړاندې جدي او دوامداره اقدام وکړي.
د کولمبیا ولسمشر هم پېښه غندلې او د امنیتي تدابیرو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.
راپورونه ښيي، په تېرو دوو ورځو کې په سویل لوېدیځو سیمو کې لسګونه امنیتي پېښې ثبت شوې چې ډېری یې ملکي وګړي اغېزمن کړي دي.

