کونړ کې د سرغړونو له امله څلور لابراتوارونه وتړل شول

عامې روغتیا وزارت وایي، د کونړ نورګل ولسوالۍ کې د روغتیايي قوانینو د سرغړونې له امله یو کتنځای او څلور لابراتوارونه تړل شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دا اقدام د نظارت او پلټنې ټیم د ارزونې پر مهال ترسره شوی.
په دې بهیر کې ۱۳ قلمه درمل او ۲۸۲ کیلوګرامه له نېټې تېر او بېکیفیته خوراکي توکي هم راټول شوي او د له منځه وړلو لپاره مرکزي زیرمتون ته لېږدول شوي دي.
وزارت ټینګار کړی چې د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره د روغتیايي اصولو مراعات اړین دی او له ناقانونه کړنو سره به جدي چلند وشي.
بلخوا، یو شمېر ښاریان وایي چې لا هم بازارونو کې بېکیفیته توکي پلورل کېږي او د جدي څارنې غوښتنه کوي.

