کډوالو کمېسیون: پاکستان راستنېدونکي کډوال ځنډوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، د تورخم له لارې هېواد ته راستنېدونکي افغان کډوال د پاکستاني لوري له خوا په بېلابېلو پلمو د کرښې هغې غاړې ته ځنډول کېږي او د سړک پر سر پاتې کېږي.

کمېسیون په خپره کړې اعلامیه کې اندېښنه څرګنده کړې چې په دغو کډوالو کې ښځې، ماشومان او سپین‌ږیري هم شامل دي، چې له سختو شرایطو سره مخ دي.

اعلامیه زیاتوي، افغانستان د کډوالو د جذب او ځای پرځای کولو لپاره لازم امکانات لري او چمتو دی چې هر شمېر راستنېدونکي کډوال سمبال او ورته لازم خدمات وړاندې کړي، نو له پاکستاني لوري غوښتنه شوې چې د افغان کډوالو د تګ مخه نه نیسي او هغوی ژر تر ژره پرېږدي.

کمېسیون همداراز له نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې غوښتي چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي، څو افغان کډوال ونه ځورول شي او دا ستونزه ژر تر ژره حل شي.

دکمه بازگشت به بالا