ګلګت بلتستان کې برید؛ درې پولیس وژل شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په ګلګت بلتستان کې د نامعلومو وسلهوالو په بری.د کې درې پولیس وژل شوي او د یوه سیمهییز قومندان د مرستیال په ګډون پنځه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، یاد پولیس د کوکنارو د له منځه وړلو په موخه د ډایمر سیمې ته تللي وو، چې د راستنېدو پر مهال پرې برید شوی دی.
روغتیايي مسوولینو د ټپیانو وضعیت نازک بللی او ویلي یې دي چې د درملنې هڅې روانې دي.

