یوازې پرون ۹۴۳ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو لړۍ دوام لري او یوازې پرون (چهارشنبه) ۹۴۳ کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.
مسوولین وایي، له دې ډلې ۷۴۱ کورنۍ د تورخم، ۹۳ د سپین بولدک، ۸۰ د ابرېشم پُل او ۲۹ د اسلامکلا له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، تازه راستنو شویو کورنیو ته بېلابېلې مرستې او لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوې دي.
راپورونه ښيي چې له وروستیو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر چټک شوی او زرګونه کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي.
همدارنګه په ګاونډیو هېوادونو کې لا هم ګڼ شمېر افغان کډوال مېشت دي.
مسوولین وایي چې د راستنېدونکو کډوالو د ثبت، انتقال او مرستې چارې تر خپل کنټرول لاندې پرمخ وړل کېږي.

