یوناما: تلپاتې سوله عدالت او برابرۍ ته اړتیا لري

یوناما د مې ۱۶مې، په سوله کې د ګډ ژوند نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، سوله یوازې د جګړې نشتوالی نه، بلکې د عدالت، برابرۍ او ګډو فرصتونو موجودیت ته هم اړتیا لري.
یاد بنسټ په خپره کړې اعلامیه کې ټینګار کړی، د سږ کال شعار «په سوله کې ګډ ژوند؛ د خبرو اترو، شمولیت او پخلاینې له لارې د سولې رامنځته کول» دا پیغام لري چې سوله د خلکو په ورځني ژوند کې پیاوړې کېږي؛ هغه ځایونه چې خلک په متقابل درناوي، زغم او تفاهم سره یو ځای ژوند کوي.
یوناما ویلي، ټولګۍ، جوماتونه، ګاونډونه او عامه ځایونه هغه چاپېریالونه دي چې د سولې، همغږۍ او ګډ ژوند فرهنګ پکې وده کولی شي.
اعلامیه زیاتوي، له بشري حقونو، متقابل درناوي او ټولشموله مشارکت پرته تلپاتې سوله نه شي ټینګېدای او هره ټولنه هغه مهال واقعي ثبات ته رسېږي چې ټول خلک پکې د عزت، عدالت او برابر فرصت احساس ولري.

