یوناما خپل ټول وسایل د پلور لپاره وړاندې کړل

د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په کابل کې اعلان کړی چې په مرکزي دفتر او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو سیمه‌ییزو دفترونو له خوا کارول شوي او زاړه تجهیزات د داوطلبۍ له لارې پلوري.

یوناما ویلي، په پلورل کېدونکو توکو کې د دفتر، پخلنځي او سپورتي وسایل، برېښنايي وسایل، جنراتورونه، کانټینرونه او د معلوماتي ټکنالوژۍ اړوند تجهیزات شامل دي.

د دغه دفتر په وینا، شرکتونه او اړوند سازمانونه کولای شي په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي او خپل غوښتنلیکونه د ۲۰۲۶ کال د جون تر اوومې نېټې پورې وسپاري.

یوناما همداراز ټینګار کړی چې د داوطلبۍ په دې بهیر کې د معلولیت لرونکو کسانو او سازمانونو ګډون ته ځانګړې پاملرنه شوې او هغوی هڅول شوي چې خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي.

دکمه بازگشت به بالا