یوناما: ملکي وګړي او تعلیمي مرکزونه باید خوندي وساتل شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر (یوناما) پر اېکس لیکلي چې د نړۍوال بشري قانون له مخې ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول تعلیمي مرکزونه، باید هر وخت خوندي وساتل شي.
یوناما زیاته کړې چې د پاکستان له لوري پر کونړ د تېرې ورځې په بریدونو کې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د ژر روغتیا هیله لري.
دا څرګندونې داسې مهال شوې دي چې تېره ورځ د راپورونو له مخې پاکستاني پوځي ځواکونو د کونړ پر پوهنتون توغندیز بریدونه ترسره کړي دي.

