۲۱۵ عزم قول‌اردو کې ۵۵ سرتېري له مسلکي روزنې فارغ شوي

د ۲۱۵ عزم قول‌اردو د بدري لومړۍ لوا څخه ۵۵ افغان سرتېري د هوايي دفاع او نقشې لوستنې له یوې میاشتني مسلکي روزنیز پروګرام څخه په بریالیتوب فارغ شوي دي.

د قول‌اردو د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې ویلي چې دا د یادې برخې نهمه روزنیزه دوره وه، چې موخه یې د سرتېرو د مسلکي وړتیاوو لوړول او د وظیفوي مهارتونو پیاوړتیا ده.

د بدري لوا قوماندان ملا محمد نسیم سراج ویلي چې دا ډول روزنیز پروګرامونه د ځواکونو د ظرفیت لوړولو لپاره مهم دي او ګډونوالو پکې خپلې وړتیاوې لا پیاوړې کړې دي.

پوځي شنونکي هم ټینګار کوي چې د ځمکنيو عملیاتو ترڅنګ د هوايي دفاع په برخه کې د ځواکونو پیاوړتیا د هر پوځ لپاره مهم او حیاتي ارزښت لري.

دکمه بازگشت به بالا