آریانا د کابل ـ ډهلي کارګو الوتنې دوه برابره کړې

د اریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د سوداګریزو توکو لېږد اسانه کولو او د سوداګرو اړتیاوو پوره کولو لپاره یې کابل ـ ډهلي ترمنځ د کارګو الوتنې زیاتې کړې دي.

شرکت وايي، له دې وروسته به په دې مسیر هره ورځ دوه منظمې کارګو الوتنې ترسره کېږي، په داسې حال کې چې مخکې یوازې یوه الوتنه کېده.

اریانا افغان هوايي شرکت زیاتوي چې د دغو الوتنو په زیاتېدو سره افغان سوداګر او شرکتونه کولی شي خپل سوداګریز توکي په چټک، خوندي او باوري ډول د افغانستان او هند ترمنځ ولېږدوي.

دغه شرکت ویلي، هڅه کوي د سوداګرۍ د ودې، د سوداګرو اړتیاوو پوره کولو او د افغانستان د صادراتو او وارداتو د اسانتیا لپاره د هوايي کارګو لېږد خدمتونه لا پراخ کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا