آلمان د افغانستان حکومت څلور نور ډیپلوماتان ومنل

د آلمان حکومت تایید کړې چې د افغانستان حکومت د څلورو نورو ډیپلوماتانو د منلو سره یې موافقه کړې، او تمه کېږي چې دغه کسان به ډېر ژر آلمان ته ولاړ شي او خپلې ډیپلوماتیکې دندې به پیل کړي.

دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې آلمان لا هم د افغانستان حکومت د دغه هېواد د رسمي حکومت په توګه نه دی په رسمیت پېژندلی.

خو آلماني چارواکي وايي، د ځینو افغان ډیپلوماتانو منل د قونسلۍ چارو د پرمخ وړلو او په آلمان کې د مېشتو افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره کېږي.

تر اوسه د دغو ډیپلوماتانو د ورتګ د دقیق وخت او د هغوی د دندو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا