ازبکستان او افغان سوداګرو د ګډو پانګیزو پروژو پر چټکتیا ټینګار وکړ

د ازبکستان د فرغانې ولایت چارواکو او یو شمېر افغان سوداګرو د ګډو پانګیزو پروژو د چټک پلي کېدو، د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د فرغانې ولایت د خبرپاڼې له مخې، د دغه ولایت والي خیرالله بازاروف د امرالډ ډایمونډ ټریډینګ شرکت له مشر عبدالحمید انوري، د کام‌ایر هوايي شرکت له مشر عطاالله عظیمي، د تاج‌محل پټرولیم شرکت له مشر عبداللطیف نوروزي او یو شمېر نورو افغان سوداګرو سره په لیدنه کې د ګډو اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

یاده لیدنه افغانستان ته د فرغانې ولایت د پلاوي د وروستي سفر په دوام ترسره شوې ده.

د دغه سفر پر مهال ازبک چارواکو او سوداګرو په کابل او مزارشریف کې له افغان لوري سره لیدنې وکړې او د فرغانې سوداګریز مرکزونه یې هم پرانیستل.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لوریو هوکړه کړې چې د ګډو پانګیزو پروژو عملي کېدل به چټکوي، سوداګریزې راکړې ورکړې به پراخوي او اقتصادي اړیکې به لا پیاوړې کوي.

په غونډه کې د سوداګرۍ، کرنې، هوايي چلند، انرژۍ او لوژستیک په برخو کې د پانګونې پر نویو فرصتونو هم بحث وشو.

افغان سوداګرو له ازبکستاني شرکتونو سره د همکاریو د پراخولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.

د فرغانې والي هم له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پر پراختیا د ازبکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغه ولایت اداره به د ګډو پانګیزو پروژو او سوداګریزو همکاریو د پراختیا ملاتړ ته دوام ورکړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا