ازبکستان له بلخ روغتون سره د ۲۰۰ زره ډالرو طبي تجهیزات مرسته وکړه

د بلخ عامې روغتیا ریاست ویلي، ازبکستان د دغه ولایت له ابوعلي سینا بلخي حوزوي روغتون سره د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت طبي او غیرطبي تجهیزات مرسته کړې ده.

د روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې، دغه مرسته د ازبکستان د فرغانې ولایت له لوري شوې چې پکې د ناروغانو چپرکټونه، ویلچرونه، ایرکنډېشنونه، یخچالونه او یو شمېر نور اړین وسایل شامل دي.

مسوولین وایي، یاد تجهیزات به د روغتون د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه کولو، د ناروغانو لپاره د اسانتیاوو په برابرولو او د درملنې بهیر په لا ښه تنظیم کې وکارول شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا