اسلام‌کلا بندر کې زرګونه کیلو بې‌کیفیته توکي مسترد شول

د معیار او کیفیت ملي ادارې خبر ورکړی چې په اسلام‌کلا بندر کې یې زرګونه کیلوګرامه بې‌کیفیته ودانیز او برېښنایي توکي مسترد کړي دي.

د ادارې په وینا، یاد توکي له ترسره شوې تخنیکي ارزونې وروسته له ملي معیارونو سره نه وو برابر او له همدې امله بېرته صادرونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو محمولو کې ۳۵ زره او ۲۰۰ کیلوګرامه تور سمنټ او ۲۰ زره او ۶۰ کیلوګرامه سولر تختې شاملې وې چې د اسلام‌کلا بندر د معیار او کیفیت د تخنیکي کارکوونکو له لوري رد شوې دي.

اداره وایي ترسره شوې څېړنې ښيي چې دغه توکي ټاکل شوي معیارونه نه وو پوره کړي او د ټیټ کیفیت له امله د هېواد بازارونو ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شوه.

د معیار او کیفیت ملي اداره زیاتوي چې د بې‌کیفیته توکو د مخنیوي لړۍ په دوامداره توګه روانه ده او هڅه کېږي چې د مصرفوونکو د خوندیتوب او باور لپاره معیاري توکي بازار ته داخل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا