اسلام‌کلا کې ۷۰ ټنه بې‌کیفیته توکي بېرته صادرونکي هېواد ته ستانه شول

د معیار او کیفیت ادارې خبر ورکړی چې په اسلام‌کلا بندر کې یې ۷۰ ټنه بې‌کیفیته توکي بېرته صادرونکي هېواد ته ستانه کړي دي.

یادې ادارې ویلي، په دغو توکو کې ۴۰ زره او ۸۲۰ کیلوګرامه ګاډر او ۲۸ زره او ۹۲۰ کیلوګرامه غالۍ شاملې دي، چې د کیفیت د ارزونې او کنټرول پر مهال له ټاکل شویو ملي معیارونو سره سمون نه درلود.

ادارې زیاته کړې، یادو محمولو اړین معیارونه او کیفیت نه و پوره کړی، له همدې امله هېواد ته یې د واردېدو اجازه نه ده ورکړل شوې او بېرته صادرونکي هېواد ته ستنې شوې دي.

د معیار او کیفیت اداره وايي، د بې‌کیفیته توکو د واردېدو د مخنیوي او د مصرفوونکو د خوندیتوب او باور ساتنې لپاره د توکو د کیفیت ارزونه په دوامداره توګه ترسره کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا