افغانستان او بنګله‌دېش په څلور اړخیز جام کې بې‌ګوله مساوي شول

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف په کوربه‌توب روانو څلور اړخیزو سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې د بنګله‌دېش له تر ۲۳ کلونو کم عمره لوبډلې سره مساوي پایله ترلاسه کړه.

دغه سیالي چې د ټورنمنټ په لړ کې ترسره شوه، په ۰-۰ بې ګولونو مساوي پای ته ورسېده.

د افغانستان ملي لوبډلې په داسې حال کې له بنګله‌دېش U23 سره مساوي وکړ چې په خپله لومړۍ لوبه کې یې د مالدیف ملي لوبډلې ته ۱-۰ ماتې ورکړې وه.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله لا هم د ټورنمنټ د غوره پایلو په تمه خپلو راتلونکو سیالیو ته چمتووالی نیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا