افغانستان او هند نن د شل‌اوریزو لوبو د لړۍ په وروستۍ سیالي کې مخامخ کېږي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن پنجشنبه، د وږي ۲۶مه، د هند پر وړاندې د درېیو شل‌اوریزو نړیوالو سیالیو لړۍ وروستۍ لوبه ترسره کوي.

ټاکل شوې، دغه سیالي د افغانستان پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې د هند په ډیلي ښار کې د ارون جېټلي کرکټ لوبغالي په کوربه‌توب پیل شي.

افغانستان په دې لوبلړۍ کې خپلې لومړۍ دوه لوبې هند ته بایللې دي.

په تېره لوبه کې افغان پیلیزو لوبغاړو خپلې ویکټې ژر له لاسه ورکړې او هند ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لوبډلمشر له هغې لوبې وروسته ویلي وو چې لوبډله په لومړیو دوو سیالیو کې ښه ونه ځلېده او په دې سره یې لوبلړۍ هم وبایلله.

دا درې‌لوبیزه شل‌اوریزه لوبلړۍ د افغانستان په کوربه‌توب په هند کې ترسره کېږي.‌

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا