افغانستان ته د اسیايي کرکټ شورا د مهمو سیالیو د کوربهتوب حق ورکړل شو

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د کرکټ اسیايي شورا په وروستۍ کلنۍ عمومي غونډه کې د عمومي رئیس میرویس اشرف په وړاندیز، افغانستان ته د شورا په مشرتابه بهیر کې د ګډون او د مهمو سیالیو او ایونټونو د کوربهتوب حق ورکړل شو.
د کرکټ بورډ په وینا، دغه وړاندیزونه د اسیايي شورا د غړو هېوادونو له پراخ ملاتړ او تایید سره مخ شوي دي.
بورډ وايي، دا پرېکړه په اسیا کې د افغانستان کرکټ پر مخزیاتېدونکي باور، اعتبار او اغېز څرګندوي او هېواد ته به زمینه برابره کړي چې د اسیايي کرکټ په مشرتابه، پرېکړو او مهمو سیالیو کوربهتوب کې لا اغېزناک رول ولوبوي.
کرکټ بورډ د اسیايي شورا او غړو هېوادونو له ملاتړ مننه کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان او اسیا کې د کرکټ لوبې ودې او پیاوړتیا لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د اسیايي شورا کلنۍ عمومي غونډه پرون د تایلنډ په پلازمېنه بنکاک کې ترسره شوه، چې د غړو هېوادونو کرکټ بورډونو مشرانو او اجرائیوي مسوولینو پکې ګډون کړی و.

