غزني کې د شپږو ولایتونو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ پای ته ورسېدې؛ غزني اتل شو

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د شپږو ولایتونو د ۳۲ لوبډلو او ۱۲۸ نیزهوهونکو ترمنځ درېورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
په سیالیو کې غزني، خوست او پکتیکا د نیزهوهنې په بېلابېلو برخو کې لومړي مقامونه وګټل.
دغه سیالۍ د پکتیا، پکتیکا، خوست، میدانوردګو، زابل او غزني ولایتونو ورزشکارانو په ګډون، د اندړو ولسوالۍ په میري بازار سیمه کې ترسره شوې.
ورزشکارانو په سینګل نېزه، لاین نېزه او سیکشن نېزهوهنه کې سیالۍ وکړې.
د افغانستان نیزهوهنې او بزکشۍ فدراسیون رییس غلامسرور جلال وویل، سیالۍ د فدراسیون او المپیک ادارې په همغږۍ، د اندړو ولسوالۍ د ځوانانو، قومي مشرانو او سوداګرو په مالي ملاتړ ترسره شوې.
هغه وویل، موخه یې د تکړه ورزشکارانو پېژندنه او کورنیو او نړیوالو سیالیو ته د هغوی چمتو کول دي.
په سینګل نېزهوهنه کې غزني لومړی، خوست دویم او پکتیکا درېیم مقامونه خپل کړل.
په لاین نېزهوهنه کې خوست لومړی، غزني دویم او پکتیکا درېیم شول، په داسې حال کې چې پکتیکا په سیکشن نېزهوهنه کې لومړی، پکتیا دویم او غزني درېیم مقام ترلاسه کړ.
د سیالیو په پای کې لومړي مقام ګټونکو ته سیونټي موټرسایکلونه او نغدي جایزې، او دویم او درېیم مقام لرونکو ته کپونه ورکړل شول.
ګډونوالو د ورته سیالیو دوام او پراختیا د نیزهوهنې ودې او ځوانانو ته د لا ډېرو ورزشي فرصتونو برابرولو لپاره مهم وبلل.

