افغانستان د ماشومانو د وژل کېدو او معلولېدو له پلوه د نړۍ په پنځو مخکښو هېوادونو کې دی

د ماشومانو د ژغورنې سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان د فلسطین، سومالیا، سوریې او یمن ترڅنګ د هغو پنځو هېوادونو او سیمو په ډله کې دی چې په وسلهوالو نښتو کې د ماشومانو د وژل کېدو او معلولېدو تر ټولو ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي.
د راپور له مخې، له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د ماشومانو د وژل کېدو او معلولېدو څه باندې ۱۷۱ زره پېښې تایید کړې دي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې یوازې په ۲۰۲۵ میلادي کال کې نږدې ۵۸۹ میلیونه ماشومان د نړۍ په جګړهییزو سیمو کې اوسېدل.
د راپور له مخې، دا شمېر له ۱۹۹۰ کال راهیسې بېساری دی.

