افغانستان د هند کرکټ لوبډلې ته مېلمستیا وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ د هند ملي لوبډلې لوبغاړو ته د شپې مېلمستیا جوړه کړه، چې پکې د دواړو هېوادونو کرکټ بورډونو لوړپوړو مسوولینو او ملي لوبډلو لوبغاړو ګډون کړی و.

په دې مراسمو کې افغان لوبغاړو او د کرکټ بورډ مسوولینو د ورزشي او دوستانه اړیکو د لا پیاوړتیا په موخه هندي لوبغاړو او د دغه هېواد کرکټ بورډ مشرتابه ته ډالۍ هم ورکړې.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوس په نوي ډیلي کې له هند سره د شل اوریزو سیالیو په لړۍ کې ګډون لري.

تر اوسه د دې لړۍ دوه لوبې ترسره شوې او درېیمه او وروستۍ لوبه به نن ماښام ترسره شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا