افغانستان نن د بنګله‌دېش پر وړاندې د فوټبال سیالۍ کوي

د افغانستان فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد فوټبال ملي لوبډله له یوې بریا وروسته د فوټبال د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې د «الماس جوبیلي» څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن شپه د بنګله‌دېش لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي.

د فدراسیون په وینا، دغه لوبه نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۱۴مه) د شپې په ۸:۳۰ بجو د مالدیف په پلازمېنه مالي ښار کې ترسره کېږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان، مالدیف، پاکستان او د بنګله‌دېش د ۲۳ کلنو کم عمره لوبډلو ګډون کړی او د روان کال د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې پورې به له یو بل سره سیالي وکړي.

افغان لوبډلې تر دې مخکې خپله لومړۍ لوبه کې د کوربه مالدیف لوبډلې ته ماتې ورکړې او په دې توګه یې سیالیو ته ښه پیل ورکړی دی. ټاکل شوې چې افغانستان خپله درېیمه لوبه د غبرګولي په ۱۷مه د پاکستان فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

یادې سیالۍ په مالدیف کې د فوټبال د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې دي او موخه یې د سیمې لوبډلو لپاره د راتلونکو نړیوالو سیالیو د چمتووالي پیاوړتیا بلل شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا