افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلن پوځي حضور پای؛ نن یې پنځمه کلیزه ده

نن دوشنبه، د اګسټ ۳۱مه، په افغانستان کې د امریکا د شل کلن پوځي حضور پای ته رسېدو پنځمه کلیزه ده.

د امریکا وروستی سرتېری، کریستوفر تاد دوناهو، د ۲۰۲۱ کال همدې ورځې کابل پرېښود او ورسره په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور هم پای ته ورسېد.

امریکايي او متحدو ځواکونو یې د ۲۰۰۱ کال په اکټوبر کې افغانستان ته پوځي ماموریت پیل کړ.

د امریکا د رسمي شمېرو له مخې، په شلو کلونو کې ۲۲۳۸ امریکايي سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه ۲۱ زره نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د وتلو پر مهال له افغانستانه څه باندې ۱۲۰ زره امریکايي او بهرني وګړي، د سفارتونو کارکوونکي او له امریکا سره همکار افغانان ایستل شوي وو.

د امریکا د وروستي سرتېري له وتلو سره د دغه هېواد تر ټولو اوږد بهرنی پوځي حضور پای ته ورسېد.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا