افغان تکواندوکار محمدګل محمدي نړیوالو سیالیو کې برونز وګاټه

د افغانستان بدني روزنې او سپورټ ادارې ویلي، افغان تکواندوکار محمدګل محمدي د تکواندو نړیوال فدراسیون ریاست جام اتم پړاو سیالیو په پومسه سبک کې د برونزو مډال ګټلی دی.
یادې ادارې نن سېشنبه په خبرپاڼه کې ویلي، محمدګل محمدي درې سیالۍ ترسره کړې؛ لومړۍ یې د نومرو له مخې وګټله، په دویمه کې یې د سیال له نهحاضرېدو بریا ترلاسه کړه، خو درېیمه سیالي یې وبایلله.
د تکواندو نړیوال فدراسیون ریاست جام سیالۍ د څه باندې ۴۰ هېوادونو په ګډون د روانې میاشتې پر ۱۷مه پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۱مې نېټې به دوام وکړي.
افغانستان په دغو سیالیو کې د ۱۶ کسیزې لوبډلې په استازولۍ ګډون لري.

