افغان لوبغاړي د ۲۰۲۶ اسیايي لوبو کې د ګډون لپاره جاپان ته ځي

د بېلابېلو ورزشي برخو افغان لوبغاړي به د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو شلم پړاو کې، چې په جاپان کې ترسره کېږي، د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړي.
د افغانستان المپیک ملي کمېټې سرپرست محمد باور هوتک ویلي، د ورزش ادارې او المپیک مشرتابه له لوري له هېواد دننه د لوبغاړو د لېږلو له پرېکړې وروسته، په دغو سیالیو کې د افغانستان د ورزشي کاروان ګډون تایید شوی دی.
په همدې حال کې، د ووشو فدراسیون مسوولان وایي، ملي لوبډله یې نن کابل پرېږدي او جاپان ته روانېږي، څو د ۲۰۲۶ کال اسیايي لوبو کې ګډون وکړي.

