افغان لوبډلې د ایرلنډ پر وړاندې تمرینات پیل کړل

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې د هېواد ملي لوبډلې ایرلنډ ته له رسېدو وروسته، د کوربه لوبډلې پر وړاندې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لپاره خپل تمرینات پیل کړي دي.
د کرېکټ بورډ په وینا، افغان لوبغاړو پرون په انډور اکاډمۍ کې د روزنیزو تمرینونو بېلابېل پړاوونه ترسره کړل او د سیالیو لپاره یې خپل چمتووالی وارزاوه.
ټاکل شوې ده چې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه سبا، چهارشنبه د اګست په پنځمه، د افغانستان او ایرلنډ د ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شي.
تمه کېږي افغان ملي لوبډله د دغې لړۍ په پیاوړي چمتووالي او غوره لوبې سره د بریالۍ پیل لپاره میدان ته ښکته شي.

