افغان پېژندل شوی سندرغاړی وحید صابري ومړ

د افغانستان پېژندل شوی سندرغاړی او هنرمند وحید صابري د شنبې په ورځ د ناروغۍ له امله د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند ښار کې په خپل کور کې مړ شوی دی.

وحید صابري د افغانستان له نوموتو سندرغاړو څخه و، چې د خپل هنري ژوند په اوږدو کې یې کلونه د هېواد په موسیقۍ ډګر کې فعالیت کړی او د خپلو سندرو له لارې یې د موسیقۍ مینه‌والو ترمنځ پېژندګلوي موندلې وه.

نوموړي د خپل هنري فعالیت پر مهال د افغانستان موسیقۍ ته خدمت کړی او د هېواد د سندرغاړو په ډله کې یې ځانګړی ځای درلود.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا