اقتصادي معاونیت د تراکتورونو د مونتاژ او تولید طرحه تایید کړه

د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې په خپلې نوبتي غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري په هېواد کې د تراکتورونو او کرنیزو ماشینونو د مونتاژ او تدریجي تولید طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د تایید وړ بللې ده.
د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي، غونډه کې د جوزجان ولایت شبرغان ښار کې د عامې روغتیا وزارت پر اړونده ځمکه د کفټریا او سوداګریزو هټیو د جوړولو طرحه هم له تخنیکي او حقوقي ارزونې وروسته د تایید وړ وبلل شوه.
سرچینې ویلي، یادې طرحې د پانګونې د پراختیا، د خصوصي سکټور د ملاتړ، اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا او د خدماتو د پراختیا په موخه ارزول شوې او د نافذو اصولو او مقرراتو له مخې یې د تایید پرېکړه شوې ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت ټینګار کړی چې د پانګونې بینالوزارتي کمېټه د کورنیو پانګونو د اسانتیا، د تولیدي پروژو د ملاتړ او د اقتصادي ودې لپاره د اغېزناکو طرحو ارزونې او تصویب ته دوام ورکوي.

