اماراتو د لغمان پېښې قربانیانو سره خواخوږي ښودلې

متحده عربي امارات د لغمان ولایت د خونړۍ ټرافیکي پېښې له قربانیانو او زیانمنو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د پېښې ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله شوې او د شهیدانو له کورنیو سره د خواخوږۍ او همدردۍ څرګندونه شوې ده.
یاده ټرافیکي پېښه تېره ورځ په لغمان ولایت کې رامنځته شوې وه چې له امله یې ۱۹ کسان شهیدان او تر ۳۰ ډېر نور ټپیان شوي وو.
متحده عربي اماراتو په خپل پیغام کې د قربانیانو کورنیو ته د صبر او زغم دعا کړې او د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو هیله یې څرګنده کړې ده.

